جرمني د راتلونکي میلادي کال تر پیل مخکې ځیني کډوال افغانستان ته استوي

جرمني رسنۍ وايي، د هغو افغان کډوالو لومړنۍ ډله به نن بېرته افغانستان ته ولېږل شي چې د پناه اخیستلو غوښتنې یې رد شوې دي.

د دغو افغانانو شمېر پنځوس تنه ښودل شوی دی.

جرمني په پام کې لري د راتلونکي میلادي کال تر پیل دمخه ټول هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي چې په درېیو محکمو کې یې د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه نه‌دي منل شوي.

که څه هم د جرمني د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ملحوظاتو له کبله افغانستان ته د بېرته ستنېدونکې ډلې د پرواز دقیقه نېټه نه‌ده ښودلې خو د جرمني چاپ «ډېر شپیګل» مجلې د هغه هېواد د ځینو حکومتي سرچینو له قوله لیکلي چې دغه افغانان به نن بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

جرمني ویلي دغه پناه غوښتونکي به نن بېرته واستول شي.

دا د هغو افغانانو لومړنۍ جوپه ده چې د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه‌یې د جرمني په درې ګونو محکمو کې نه‌دي منل شوي.

د جرمني چارواکي وایي، دا کار د افغان حکومت سره د هغه تفاهم له مخې کېږي چې په اکټوبر کې شوی دی.

دا معلومه نه‌ده چې په دې ډله کې به هغه افغانان هم شامل وي چې په خپله خوښه بېرته هېواد ته ځي که څنګه.

په جرمني کې یو افغان فعال روح‌الله احمدزی چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو چارې له نېږدې څاري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څه چې ډېره مهمه ده دا ده چې دوی دوه درې ورځې کېږي چې اعلان‌یې کړی چې نن یا سبا به دا کار کېږي، نن هم دا وعده وه چې دا پروسه به نن د فرانکفورټ له هوایې ډګر څخه پیلېږي، خو داسې کره شواهد نه‌شته چې موږ وګورو څومره شمېر افغانان په دې پروسه کې ځای لري او دا چې ایا دوی په اجباري توګه ځي که په اختیاري توګه."

وړاندې په جرمني کې د افغانستان سفیر حمید صدیق ازادي راډیو ته ویلي وو چې نېږدې دوه لکه افغانانو په جرمني کې پناه غوښتې چې له دې ډلې به هغه کسان چې غوښتنلیکونه‌یې په درېیو محکمو کې رد شوي دي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په جرمني کې د افغانستان سفیر حمید صدیق.

حمید صدیق ویلي و چې هره اوونۍ به د دغه کسانو یوه پنځوس کسیزه ډله افغانستان ته واستول شي.

افغان حکومت که څه هم د لومړنۍ پنځوس کسیزې ډلې د ورتلو دقیق تاریخ په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وایي، د بېرته ورستنېدونکو لپاره مرستې په پام کې نیول شوي دي.

دغه‌راز د هغو افغانانو دقیق شمېر هم نه‌دی ښودل شوی چې په جرمني کې یې د پناه غوښتني تقاضاوې نه‌دي منل شوي او خپل هېواد ته بېرته تلو ته انتظار باسي.

روان کال د افغانستان په ګډون له منځني ختیځ او نورو افریقایي هېوادونو څخه څه باندې یو میلیون کسان جرمني ته ورسېدل او هلته‌یې د پناه غوښتنه وکړه.

اروپا ته د بېلابېلو هېوادونو ګڼ کډوال رسېدلي.

له دې سره په جرمني کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو اندېښنې راپورته شوې.

د کډوالو او پناه غوښتونکو د فدرالي ادارې د شمېرو پر اساس په ۲۰۱۶ کال کې افغانان تر سوریایانو وروسته دوهمه لویه ډله وه چې جرمني ته ورسېدل.

که څه هم په جرمني کې نه‌یوازي د افغانانو بلکې د نورو هېوادونو د کډوالو په وړاندې هم مخالفتونه شته چې د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د کډوالو په وړاندې په نرم دریځ درلودلو ملامتوي.

دوی په دغه هېواد کې د وروستیو پېښو په استناد وایي چې دغه کډوال د جرمني امنیت ته ګواښ دی، خو بل‌خوا په هغه هېواد کې د کډوالو مدافع فعالان بیا وایي چې افغانستان لا اوس هم د بېرته ستنېدونکو لپاره امن ځای نه‌دی او کېدای شي دوی هلته له بېلابېلو ستونزو او خطرونو سره مخامخ شي.

تېره ورځ دیارلس تنه د سویډن ۹ تنه له ناروې څخه بېرته کابل ته ورسېدل.

Your browser doesn’t support HTML5

سویډن او ناروې ۲۲ تنه کډوال بېرته افغانستان ته واستول