د بشري حقونو کمېسیون د "ایشچي" قضیه د اندېښنې وړ ګڼي

عبدالرحمن هوتک

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د احمد ایشچي قضیه د اندېښنې وړ ګڼي.

د دغه کمېسیون کمېشنر عبدالرحمن هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دولت باید د احمد ایشچي قضیې په اړه بې‌طرفانه څېړنه وکړي او نتیجه‌یې له ملت سره شریکه کړي.

افغان حکومت ویلي چې په دې برخه کې به تحقیقات کوي خو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر خبرپاڼه وايي چې احمد اېشچي په جوزجان کې په ناکراریو کې د لاس درلودو له امله نیول شوی و.