ولسي جرګې د "ایشچي" د ادعاوو په اړه د څېړنو غوښتنه کوي

د افغانستان ولسي جرګې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د ادعاوو په اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کوي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد ظاهر قدیر چې نن‌یې د جرګې مشري کوله وویل چې په دې برخه کې باید عدالت تأمین شي.

احمد ایشچي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پلویانو په غیر قانوني ډول نیولی او ورسره‌یې ناوړه چلند کړی.

له دغو څرګندونو وروسته تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت او اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر "یوناما" او د عفوې نړیوال سازمان هم په دې برخه کې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.