یوناما د "ایشچي" ادعاوو په اړه د څېړنو د اعلان هرکلی وکړ 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر"یوناما" د احمد ایشچي د ادعاوو په اړه د ملي وحدت حکومت د څېړنو د اعلان هرکلی وکړ.

احمد ایشچي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پلویانو په غیرقانوني ډول نیولی او "غلط" چلند یې ورسره کړی دی.

یوناما د احمد ایشچي د دې ادعاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړی چې حسابدهي او شفافیت باید په پام کې ونیول شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه به د قانون د حاکمیت او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره له افغانانو سره همکارۍ ته خپل تعهد ټینګ وساتي.

د عفوې نړیوال سازمان هم په‎ دې اړه د بې‌پرې څېړنو غوښتنه کړې ده.

په‎ دې سازمان کې د افغانستان د چارو څارونکې حوریې مصدق پرون ازادي راډیو ته وویل:

"د ښاغلي اېشچي ادعاوې ټکان ورکوونکې دي. موږ د افغانستان له عدلي او قضايي ادارو غواړو چې په دې اړه بې‌پرې اقدام وکړي."

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر خبرپاڼه وايي چې احمد اېشچي په جوزجان کې په ناکراریو کې د لاس درلودو له امله نیول شوی و.