د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د ۲۱ څخه د ډېرو بندونو د داوطلبۍ کارونه بشپړ شوي دي.
د دې وزارت چارواکي وايي چې د تدارکاتو د ملي کمېسیون له لوري له منظورۍ وروسته پر دغو بندونو کار پیلېږي چې د ځينو یې ډیزاین لا له وخته پیل شوی دی.
اغاجان، لوړه، سره خوله، زره مردان، تېرپل، چال، واخي، دهنه غوري، ګزک، اپتک،زردالو، بازیدخېل، دوه منده، اب کیلي، دهنه دره، تنګي شادیان، شورابه او خان اباد د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو هغه د اوبو بندونه دي چې په نږدې راتلونکې کې پرې کار پیلېږي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د دې بندونو د داوطلبۍ پروسه بشپړه شوې او د ملي تدارکاتو د کمېسیون له منظورۍ وروسته به یې تړونونه هم لاسلیک شي.
د یاد وزارت د پروګرامونو مشر فرهاد نورزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د دې تر څنګ د ځينو بندونو د جوړولو او ډيزاین پر چارو همدا اوس هم کار روان دی.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د پروژې جوړونې او داوطلبۍ په پړاونو کې له یوویشت څخه د ډېرو بندونو کارونه بشپړ کړي او د دوی د تړون لاسلیک پړاو ته نږدې یو،خو یو شمېر یې بیا په قرارداد هم ورکړل شوي دي."
د نورزي په خبره دا بندونه د برېښنا د تولید پر نسبت تر ډېره د کرنیزو ځمکو دخړوبولو لپاره ګټور دي.
له دې وړاندې افغان او هندي چارواکو د هند په مرسته جوړ شوی د سلما بند پرانیستی او پر کجکي بند بیا کار روان دی.
دا هڅې په داسې وخت کېږي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي نور به ګاونډیو هېوادونه ته د افغانستان له اوبو د وړیا استفادې اجازه ورنه کړي.
د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزیر اسدالله ضمیر ویلي چې افغانستان ۹.۶ میلیونه هکتاره د کرنې وړ ځمکه لري چې له دې جملې یې ۵.۵ میلیونه هکتاره ځمکه د اوبو کولو ظرفیت لري، خو دا مهال یوازې ۲،۱ میلیونه هکتاره ځمکه خړوبېږي.
د چارو کارپوه مطیع الله خروټی وايي، دا چې افغانستان انرژۍ ته اړتیا لري او یو کرنیز هېواد دی د خپلو اوبو مهارول ورته ډېر اړین دي.
نوموړی وايي چې د اوبو اړوند کارونه باید ژر نهایي شي او په دې برخه کې امنیتي او سیاسي فشارونو ته ونه ګوري.
نوموړي زیاته کړه:
"دا پروسه باید ډېره ژر او له ډېرو پلانونو پرته بشپړه شي، ځکه چې میلیاردونه متر مکعب اوبه زموږ ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، باید د نړیوالو اصولو له مخې دوی ته معیار وټاکو او بیا نورې پرې خرڅې کړو، د دې لپاره چې زموږ اوبه ضایع نشي او اقتصادي پرمختګ مو کړی وي باید خپلې اوبه قانونمندې کړو."
هغه وايي چې د افغانستان اوبه دا مهال د ایران له خوا پر کویټ خرڅېږي.
ښاغلی خروټی وړاندیز کوي چې که افغان حکومت هم د ملګرو ملتو نو د قوانینو څخه په استفادې له خپلو اوبو سالمه ګټه واخلي د هېواد اقتصادي ستونزې به تر ډېره هوارې شي.
یوسف خان ځدراڼ