د روسیې او ایران د مداخلو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه

مشرانو جرګه خبرداری ورکوي که افغان حکومت د روسیې او ایران د مداخلو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي، نو د عراق او سوریې په برخلیک به اخته شي.

د د غې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار نن په عمومي غونډه کې وویل، څه ډول چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنه د هغه هېواد په خیر نه ده دا ډول به د روسیې او ایران په خیر هم نه وي:

"که افغان حکومت رسمي موقف ونیسي، نو هغه څوک چې مداخله کوي، که هغه ایران او که روسیه وي، دا کار د دې ملکونو په خیر نه دی، که مثال پاکستان راوړو که مداخله د پاکستان په خیر وي د دوی په خیر به هم نه وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي و چې د افغان طالبان او روسیه ګتې سره نږدې دي.