رسولي: په فساد تورنو لوړپوړو چارواکو دوسیې تر پلټونو لاندې دي

د افغانستان لوی څارنوالي وايي د هغو لوړ پوړو دولتي کارکوونکو چې په فساد تورن دي دوسیې تر پلټنو لاندې دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل دامهال د یوه لوړ رتبه حکومتي چارواکي دوسیه چې د درې میلیونه ډالرو په اختلاس تورن دي، د اداري فساد پر ضد د عدلي او قضايي مرکز کې تر پلټنو لاندې ده:

"داسې قضیې دي چې په هغه کې لوړ رتبه دولتي چارواکي په کې په فساد تورن دي چې دامهال په دې څارنوالۍ کې تر پلټنو لاندې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې انتقادونه موجود دي چې د فساد پرضد په عدليي او قضايي مرکز کې د فساد لویې دوسیې نه څېړل کېږي.

خو د افغانستان لوی څارنوالي وايي د دغه مرکز په لومړیو اتو میاشتو کې د فساد هغو دوسیو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د ملي وحدت حکومت په دوران کې رامنځ ته شوې دي.