ننګرهار کې د پولیو ضد درې ورځنی کمپاین پیل شو

د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وايي چې لا هم د دغه ولایت په پینځو ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ستونزمن دی.

دا څرګندونې ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب کاموال نن په دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین درې ورځني کمپاین د پیل پرمهالوکړې او وو یلچې په روان کمپاین کې به شااوخوا شپږ نیم لکه ماشومان واکسین شي.

ښاغلي کاموال زیاتوي لا هم په هغو سیمو کې چې داعش سله وال په کې فعال دي د واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دعامې روغتیا د مسوولینو په خبره روان کالپه ټول هیواد کې د پولیو دولس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.