ارزګان کې پر ۲زره کورنیو د مرستې وېشلو لړې پيل شوه

ارزګان ولایت کې پر ۲زره بېځایه شویو کورنیو باندې د مرستې وېشلو لړۍ پیل شوه.

د ارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان د یکشنبي په ورځ د مرستې د وېشلو پرمهال ازادي راډيو ته وویل چې د مرستو په دوام داځل د دوو موسسو «UNHCR» او «Unicef» له لوري په ارزګان کې پر ۲۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي چې نن يې د وېش لړۍ پیل شوه.

نوموړي له مرستندویه ادارو څخه وغوښتل چې په ارزګان ولایت کې خپلې مرستې جاري وساتي ځکه په وینا يې دغلته خلک ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او ولایت مقام له لوري له څه باندې ۳۰۰۰ کورنیو سره د ورته توکو مرسته شوې وه.