سرحدي: ارزګان کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکني عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په تېرو دوو ورځو کې ترسره شوي دي.

نوموړي وویل چې د دغو عملیاتو پر مهال‌يې د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني سیمې ځيني برخې له وسله‌والو طالبانو نیولي دي.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.