سي.ای.اې: دروسیې مداخلې د ټرمپ بریالیتوب سره مرسته کړې

د امریکا د استخباراتو ادارې «سي. ای. اې» نتیجه ګیري ښیي چې د امریکا د تېرې میاشتې ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې مداخلې د ډونالډ ټرمپ پر بریالیتوب کې مرسته کړې ده.

دا خبره د واشنګټن پست ورځپاڼې په یوه راپور کې وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغو سایبر یا انټرنټي بریدونو د تحقیقاتو امر کړی وو چې د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې شوې دي.

اوباما ویلي وو د دغو تحقیقاتو نتیجه باید مخکې تر دې چې دی د جنورۍ پر شلمه د ولسمشرۍ چاري رسماً ډونالډ ټرمپ ته پرېږدي بایدده ته ورکړل شي.

واشنګټن پست د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دې ښودلي وایي، «سي. ای. اې» داسې نتیجه اخیستې چې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ انتخابېدل د روسیې هدف وو.

دا خبره د هغو انفرادي کسانو تر پېژندلو وروسته شوې چې د روسیې له حکومت سره یې اړیکي درلودې.

دوی د دیموکراتیکي ملي کمېټې، د هېلري کلېنټن د ولسمشرۍ کمپاین او نورو په اړه زرګونه هک شوي ایمیلونه ویکي لیکس ته ورکړي دي.

دغه افراد د روسیې د هغو پراخو عملیاتو یوه برخه پېژندل شوي چې په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د بریالیتوب او د کلېنټن د چانس د کمولو په هدف کړي دي.

د امریکا د استخباراتو ادارې په اوکتوبر میاشت کې مخکې تر دې چې انتخابات وشي په رسمي ډول روسیه په انټرنټي بریدونو تورنه کړې وه، خو هغه مهال یې ویلي وو ګمان کوي چې د روسیې لخوا دا ډول بریدونه د امریکا د انتخاباتي سیسټم د ګډوډۍ په هدف کېږي نه د ډونالډ ټرمپ د چانس د زیاتېدو لپاره، خو د واشنګټن پست په راپور کې راغلي چې «سي. ای. اې» د خپلې ارزونې نتایج کانګرس ته وړاندي کړي او سناتورانو ویلي چې اوس ښکاره ده چې د ټرمپ بریالیتوب د روسیې هدف وو.

روسیې د امریکا په انتخاباتو کې هرډول مداخله رد کړې ده.