افضلي: لویو لارو کې دې د غیر قانوني پیسو اخیستلو مخه ونیول شي

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د افغانستان د باروړونکو لاریو د اتحادې په ملاتړ له حکومت نه غواړي چې په لویو لارو کې د غیر قانوني پېسو د اخیستلو مخه ونیسي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي نن د باروړنکو لاریو له ټولنې سره په یوه ګډه ناسته کې وویل، که چېري حکومت په دې برخه کې اقدام ونه کړي د باروړونکو لاریو ټولنه به خپل فعالیتونه ودروي.

تردې وړاندې د دې ټولنې مشر طلا محمد اتمانزي هم خبرداری ورکړی، که چېرې دغه ستونزه د روانې میاشتې تر پایه حل نه ‎شي، په ټول افغانستان او خېبر پښتونخوا کې به خپل فعالیت بند کړي.

خو د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وایي، ښاغلی اتمانزی د دې ټولنې د ټولو غړو استازیتوب نه کوي.