نن د بشري حقونو نړیواله ورځ ده

نن د بشري حقونو نړيواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ١٦ورځني کمپاين وروستۍ ورځ ده.

د ښځو چارو وزارت د ځينو دولتي ادارو او نورو بنسټونو په مرسته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په هدف دغه کمپاين پيل کړى و.

د افغان ښځو شبکه دغه کمپاين په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو کې اغېزناک ګڼي.

د دې شبکې مشرې حسينې ساپۍ ازادي راډيو ته وويل:

"دغه کمپاينونه خپل مؤثريت لري، يو وخت دغه کمپاين په ډېر محدود ډول لمانځل کېده، خو سږکال ډېر وزارتونه په دې کمپاين کې شريک وو."

راپورونه څرګندوي چې په افغانستان کې ګڼې ښځې د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخامخې دي.

په بدو يا هم وړکتوب کې د نجونو ورکړه، اجباري ودونه او وهل ټکول په افغانستان کې د تاوتريخوالي له ډولونو دي.

ويل کېږي په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې قضيې دغسې پټې پاتې کېږي.