نایاب: ارزګان کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولايت چارواکي وايي، د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې د روانو پوځي عملياتو له کبله په يوه اوونۍ کې تر ٢٠ ډېر دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.

د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، د دغو عملياتو په نتيجه کې د مرکز ترينکوټ ډېرې سيمې بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي:

"په دغو عملياتو کې د وسله والو ٢١ تنه وژل شوي او ٩ تنه نور ټپيان دي، د ترينکوټ په شمال لوېديځو او ختيځو برخو کې ډېرې سيمې بېرته له دښمن څخه نيول شوي دي."

د والي وياند وايي، د يوې اوونۍ په عملياتو کې پنځو افغان پوځيانو ته هم مرګ-ژوبله اوښتې ده او په تصفيه شويو سيمو کې د افغان پوليسو تازه پوستې جوړې شوې دي.

له دې سره جوخت په ارزګان کې د ملي اردو له خوا هم د شفق ٢ په نامه جلا پوځي عمليات روان دي.