فعالان او قرباني کورنۍ: جنګي مجرمین دې نړیواله محکمه محاکمه کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي. دغو مدني فعالانو او د قربانیو د کورنیو یو شمېر غړیو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پلیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېدو غوښتنه وکړه. راپور: محمد ابراهیم صافی