افضلي: افغانان دولتي ادارو کې د کال ۳ میلیارده ډالر رشوت ورکوي

یو تازه نظر پوښتنه ښیي چې افغانان په دولتي ادارو کې د خپلو کارونو د ترسره کېدو لپاره هر کال ۳ میلیارده ډالره رشوت ورکوي.

د افغانستان د شفافیت څار بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي د دغه نظر پوښتنې د نتایجو د اعلان په اړه جوړې شوې غونډه کې وویل چې اداري فساد د افغان حکومت مشروعیت ته زیان رسولی دی.

د یادې نظر پوښتنې پر اساس په افغانستان کې د اداري فساد په کچه کې د تېرو دوو کلونو په پرتله یو میلیارد ډالر زیاتوالی راغلی دی.

په دغې نظرپوښتنه کې د افغانستان په څلوردېرش ولایتونو کې اووه زره اته سوه تنه پوښتل شوي دي.