ماليې وزارت د سوداګرۍ او اقتصادي پياوړتیا برخه کې ګډ کار کوي

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، له خصوصي سکټور سره د عامه خصوصي مشارکت ادارې له لارې غواړي چې په هېواد کې د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي پياوړتیا په برخه کې ګډ کار وکړي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم‌زي نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د عامه خصوصي مشارکت ادارې د پروګرامونو په برخه کې د تخنیکي او تخصصي همکاریو د جلبولو په هدف تېره ورځ د نړیوال بانک او «اي. اف. سي» یا د مالي همکاریو نړیوالې ادارې له مشرانو سره هم وکتل.

دی زیاتوي:

"هدف‌یې دا دی چې موږ له خصوصي سکټور سره له نېږدې کار وکړو او په بېلابېلو برخو کې چې پانګونه کېږي د خصوصي سکټور تر څنګ ودرېږو، افغان حکومت او خصوصي سکټور مشترکاً په یوه برخه کې پانګونه وکړي پروژې او ملي پروګرامونه عملي کړي."

ښاغلی عبدالرحیم‌زی زیاتوي د پانګونې او سوداګرۍ برخو کې د خصوصي سکټور او حکومت تر منځ ګډ کار به په کم وخت کې په ښه کیفیت د پروژو عملي کولو او کارموندنې ته زمینه برابره کړي.