محمدیاروف: اذربایجان د افغان اردو مالي صندوق سره مرسته کړې

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د ناټو د یوه باوري شریک او د افغانستان د یوه دوست په توګه افغانستان کې د ناټو په مشرۍ قاطع ملاتړ مأموریت ته له ۲۰۱۶ وروسته هم ځواکونه ورکوي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر ایلمار محمدیاروف پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، هېواد یې په ځلونو د افغان ملي اردو له مالي صندوق سره د پام وړ مرسته کړې ده او دې مرستې ته به دوام ورکړي.