محمدوف: ټاپي پروژه به افغانستان ته یو میلیارد ډالره ګټه واړوي

د ترکمنستان ولسمشر وايي، د ټاپي پروژې د اجرا کېدو په نتیجه کې به د ګازو د ټرانزیټ له درکه افغانستان د کال یو میلیارد ډالره ګټه ترلاسه کړي.

قربان قُلي بېردي محمدوف پرون چهارشنبه وویل، دا پروژه به ۱۲ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د ټاپي پروژه چې ۱۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي، تېر کال د ترکمنستان د ګازو د شرکت "ترکمن ګاز" له لوري رسماً پرانیستل شوه.

د امریکا حکومت او اسیايي پراختیايي بانک به د دغه پایپ لاین چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته غځېږي، د جوړېدو ملاتړ وکړي.