ګورباچوف: د سیاسي مشرانو د قدرت تندې روسیه ویجاړه کړه

د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخاییل ګورباچوف د روسیې پخوانی ولسمشر بورېس یلڅین او نور روسي سیاستوال په ۱۹۹۱ میلادي کال د شوروي اتحاد د ټوټې کېدو په خاطر ملامت کړل، ویې‌ویل چې د دوی د قدرت تندې هېواد ویجاړ کړ.

ګورباچوف دا خبره د اوکراین او بېلاروس له مشرانو سره د یلڅین د غونډې تر پنځه ویشتمې کلیزې یوه ورځ وړاندې انټرفکس خبري اژانس ته وکړه.

د ۱۹۹۱ د ډسمبر په اتمه دوی درېيو د شوروي اتحاد د پای ته رسولو او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د جوړولو پرېکړه وکړه.

ګورباچوف وویل، شوروي اتحاد د روسيې د مشرتابه په لارښوونه مات شو او د اوکراین مشر هم ورسره و.

ده همداراز وویل، دوی شوروي اتحاد د دې لپاره دړې وړې کړ چې ګورباچوف نه‌وي.

دوی چې هېواد یې ویجاړ کړ، یوازې د قدرت په غم کې وو.

د روسیې اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین د شوروي اتحاد سقوط د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر جیوپولیټیک ناورین بللی دی.