حکیمي: د بروکسل ژمنې بشپړې نه دې عملي شوي

د افغانستان د مالیې وزیر وايي، افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د بروکسل په ناسته کې په څلوېښتو بېلابېلو برخو کې ژمنې کړي، خو دغه ژمنې په بشپړ ډول نه دي عملي شوي.

اکلیل حکیمي نن په کابل کې د بروکسل په ناسته کې د شویو ژمنو د ارزونې په غونډه کې وویل دا چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په مشروط ډول دي نو پکاره ده چې هره دولتي اداره په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د اکتوبر د میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه د شااوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو له افغانستان سره تر راتلونکو څلور کلونو د کال ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.