بدخشان کې ۲۰ کسیزه وسله‌واله ډله سولې پروسې سره یوځای شوه

په بدخشان کې د وسله‎والو طالبانو یوه شل کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د دغه ولایت والي احمد فیصل بېګ‌زاد تېره ورځ ناوخته خبریالانو ته ویلي چې دغې ډلې په یمګان ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعالیتونه کول.

ښاغلي بېګ‌زاد وایي چې په بدخشان کې ۸۰ سلنه د دولت ضد وسله‎وال مخالفین هغه کسان دي چې له دولت څخه ناراضه دي او پاتې ۲۰ سلنه‌یې د سیمې استخباراتو په اشارې جنګېږي.

په همدې حال کې د وسله‎والو طالبانو د دغې شل کسیزې ډلې مشر قاري محراب ویلي چې ۱۱ کاله‌یې په پاکستان کې زده‌کړې کړي دي.

خو د بدخشان یو شمېراوسېدونکي وايي چې د ژمي په موسم کې ډېرې وسله‎وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای کېږي خو د هوا په ګرمېدو سره بېرته د وسله‌والو طالبانو لیکو ته ځي.