د ناټو بهرنیو چارو وزيرانو د ۲مې ورځې غونډه بروکسل کې پيل شوه

د ناټو د بهرنیو چارو وزيرانو د دوهمې ورځې غونډه نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن په ‎دې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او یو شمېر نورو مهم مسئلو خبرې وکړي.

په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په نننۍ غونډه کې د افغانستان استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او ورسره پلاوی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون هیله څرګنده کړه چې په‎ دې غونډه کې به اغېزمنې خبرې وشي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ روانه اوونۍ ډاډ ورکړ چې دا تړون به له افغانستان سره ولاړ وي او څرګنده‌یې کړه چې د امریکا نوی حکومت به هم له افغانستانه ملاتړ جاري وساتي.