سولې عالي شورا د سولې خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي خبر تکتیک بولي

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو څرک نه‌لیدل کېږي ځینې پاکستاني رسنۍ د خبرو د پیلېدو لپاره د طالبانو د چمتووالي خبره کوي.

په داسې حال کې چې عملاً لیدل کېږي د افغانستان حکومت او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې له یوې اوږدې مودې راهیسې په ټپه درېدلي ځینې وختونه یو شمېر رسنۍ په تېره بیا پاکستاني رسنۍ په دې اړه داسې راپورونه خپروي چې په خپلواکه توګه‌یې تائیدول ګران وي.

په دې ترڅ کې پاکستانۍ اېکسپرس ټربیون ورځپاڼې بیا د سولې خبره راپورته کړې او ویلي یې دي چې ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي او د دې قوي نښې لیدل کېږي چې ډېر ژر به د کابل او افغان طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.

ورځپاڼې، کابل او اسلام‌اباد ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د مرستیالې لورا میلیر سفر له دې موضوع سره تړلی او هم‌یې قطر ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او په کابل کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو سفر او د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره د هغه د ترسره شویو خبرو یادونه کړې ده.

نه یوناما او نه‌هم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دفتر د دغو کتنو په اړه زیات جزئیات خپاره کړي دي.

دا پوښتتنه مو چې ایا د دغو دوو مهمو نړیوالو مأموریتونو مسؤلینو اسلام‌اباد او قطر ته په سفرونو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو پر امکاناتو تمرکز کړی و او ایا دغه راپورونه سم دي چې طالبان خبرو ته تیار دي، د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو له مشر اسماعیل قاسمیار څخه وکړه.

ښاغلی قاسمیار وایي، هره هغه هڅه چې د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره لاره هواره کړي ستایي او ملاتړ یې کوي خو ډېر ځلې هغه راپورونه چې په رسنیو کې د سولې په اړه خپرېږي، تبلیغاتي او تکتیکي بڼه لري.

قاسمیار: ځیني وختونه ضد او نقیضې څرګندونې کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"ځیني وختونه ضد او نقیضې څرګندونې کېږي، کله د طالبانو د مشرتابه ویاند د جګړې د دوام خبره کوي یا هم ورته د جګړو د تېزېدو او وینې تویېدو مسایل مطرح کوي او کله هم د سیاسي کمېټې او په قطر کې د دفتر په اړه نرمې خبرې کوي، هیله‌مند یو چې دا جدي وي او تکتیکي نه‌وي او هغه د ځینو تبلیغاتي مسایلو لپاره نه‌وي، بلکې دوی واقعاً په سولې فکر وکړي او د سولې لاره مخ ته ونیسي او د سولې په دروازه راننوځي، د ستونزو لپاره حل لارې او خپلې غوښتنې په مشروع توګه مطرح کړي."

ښاغلی قاسمیار د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي خبره په داسې حال کې تبلیغات بولي چې اېکسپرس ټربیون ورځپاڼې د سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند له قوله ویلي چې د طالبانو سترو مرکچیانو مولوي شهاب‌الدین دلاور، قاري دین محمد او سهیل شاهین ورته ویلي چې د طالبانو مشرتابه اوس خبرو ته لومړیتوب ورکړی، خو کابل د خبرو د پیلېدو لپاره نه کوم پلان او نه کومه ستراتیژي لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې له تطبیق وروسته به د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له بېلې شوې ډلې سره چې خبرو ته‌یې لېوالتیا ښودلې پیل کړي، خو داسې ناتائید شوي راپورونه خپاره شوي چې ګواکې نوموړی په پاکستان کې بندي شوی دی.

اوچقون: تر حزب اسلامي وروسته د ملارسول ډلې سره مذاکرات کوو.

پاکستانۍ اېکسپرس ټربیون ورځپاڼه وایي، د اسلام‌اباد په غونډه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیالې لورا میلیر، په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېوېډ هېل، د میلیر پوځي سلاکار جنرال جود لیونس او افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د سولې مسئله وڅېړله.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو د قطر د دفتر استازو ورته ویلي چې د طالبانو مشران په خپلو کې پر دې خبرې کوي چې د خبرو اترو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي او زیاتوي په اکټوبر کې اسلام‌اباد ته د طالبانو د سیاسي مشرانو تر سفر وروسته ډيپلوماتیکې هڅې تېزې شوې دي.

طالبانو تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې له دې وروسته به په افغانستان کې پر ټولو ټولګټو پروژو چې ګټه‌یې ټول ولس ته رسېږي، حملې نه‌کوي.

د طالبانو استازو دغه‌راز تېره اوونۍ قطر ته له کابله یو شمېر خبریالان او د چارو کارپوهان هم وربللي و.

وحیدي: په ځينو مواردو کې د طالبانو نظر تغییر کړی

​د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدي چې د طالبانو له استازو سره د خبرو په پلاوي کې و، وایي، د طالبانو د استازو له خبرو برېښېده چې د دوی په دریځ کې یو څه نرمښت راغلی.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې په اړه طالبانو ډېر واضح وویل چې موږ د سولې خبرو ته تیاریو خو د سولې او د سولې د خبرو اترو په وړاندې اساسي خنډ په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور دی، که امریکایان دې ته حاضر شي چې خبرې وکړي او د یوه مهال‌وېش له مخې له افغانستانه ووځي، موږ حاضر یو چې د افغانستان له حکومت او له مختلفو ډلو سره خبرې وکړو."

د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو هم تېره اوونۍ قطر ته تللی و او هلته‌یې د طالبانو له استازو سره کتلي دي او احتمالاً یې دا مسئله چې یوناما د سولې په خبرو کې څه رول لوبولی شي، څېړلې ده.