کابل کې د روسيې سفیر: روسیه طالبانو سره همکاري نه‌لري

په کابل کې د روسیې سفیر "الکساندر مانتيتڅکي" د افغانستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په داسې حال کې کتلي چې په دې وروستیو کې له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د همکارۍ موضوع بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

خو د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د روسیې سفیر د دوشنبې په ورځ ورسره کتلي او دا موضوع‌یې رد کړې چې ګنې روسیه له طالبانو سره همکاري لري.

ښاغلي مسلمیار وویل چې د روسیې سفیر له ده سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف وروستۍ څرګندونې ناسم نقل او تعبير شوي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

نوموړی وايي:

"پرون ماته د روسیې سفیر راغلی و او غوښتل یې چې د هغو اندېښنو په اړه وضاحت راکړي چې په دې وروستیو کې راپیدا شوي دي، د هغوی په وضاحت کې دا و چې کابلوف داسې کومه خبره نه‎ده کړې چې موږ له طالبانو سره مرستې کوو، بلکې له طالبانو سره یو تماس ټینګ کړی دی هغه هم په دې خاطر چې زموږ یو پیلوټ بندي و او موږ هماغه وخت چې د افغان حکومت د ملي امنیت مشاور سپنتا و، موږ اجازه اخیستې وه او تماس مو نیولی و."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیه له طالبانو سره په تماس کې ده.

ضمیر کابلوف ویلي طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جګړه کې دي او همدا لامل دی چې د دوی ګټې سره نېږدې کوي.

ضمیر کابلوف

خو د ضمیر کابلوف دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملي شورا له سخت غبرګون سره مخامخې شوې او همدارنګه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن روسيه او ايران تورن کړي چې په افغانستان کې وسله‎والو طالبانو ته مشروعيت ورکوي او ترې ملاتړ کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا په دې وروستیو کې ویلي چې دوی په‎ دې مسئلې کې بې‌تفاوت نه‎دي پاتې شوي او وړاندې تر دې یې په همدې اړه له روسي چارواکو سره خبرې کړي.

په همدې حال کې بیا یو شمېر سیاسي شنونکي وایي، د ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې د ټولو نړیوالو ملي موازینو خلاف او د افغانستان کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وه نو ځکه روسیه اوس نه‌غواړي چې خپله دغه تېروتنه تائید کړي.

افغان کارپوه مطیع‌الله خروټی

افغان کارپوه مطیع‌الله خروټي په‎ دې اړه وویل:

"روسیه نه‌غواړي چې خپله تېروتنه تائید کړي، نو ځکه اوس د روسیې سفیر له دغې موضوع انکار کړی اما بیا هم داسې شواهد موجود دي چې د افغانستان په جبهاتو کې په ځانګړي ډول ایران سره په سرحدي سیمو کې ایران او روسیه تحرکات لري."

ښاغلي خروټي همدارنګه وویل، که په افغانستان کې د روسیې دغه لاسوهنې پراخې شي دا به د افغانستان جګړه بلې لسیزې ته هم وغځوي.

خو نوموړی افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې له روسي چارواکو سره په جدي ډول په‎ دې اړه خبرې وکړي او د هواري اساسي لارې چارې پیدا کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ