برمک: د بېځایه شویو ستونزو رسېدګۍ لپاره چمتووالی نیول شوی

بېړنیو پېښو ته د رسېدګۍ په برخه کې د دولت وزیر وايي، د کورنیو بېځایه شویو ستونزو ته درسېده ګي لپاره ځانګړی چمتووالی نیول شوی دی.

ویس برمک نن په دې اړه مشرانو جرګې ته وربلل شوی وو او په دې اړه یې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل:

"یوازې په شپږ ولایتونو کندز، فراه، بغلان، هلمند، ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې په تېرو څلور پنځو میاشتو کې څه کم ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت له بودجې منظور شوې او انتقال شوې دي."

ښاغلی برمک وايي چې کورنیو بېځایه شویو ته مرستې رسېدلې او همدارنګه هغوی ته د ژمې په موسم کې مواد د ولایتونو په ګودامونو کې ځای پرځای شوي دي.