مسعود: د سیاسي فساد مهارولو پرته اصلاحات ناممکن دي

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی وايي، د سیاسي فساد له مهارولو پرته په افغانستان کې اصلاحات ناممکن دي.

احمد ضیا مسعود نن په کابل کې د ښې حکومتوالۍ تر عنوان لاندې علمی سیمنار کې د وینا پرمهال په حکومت کې په ملي مشارکت ټینګار وکړ:

"له ادارې فساد سره په خوا کې لسګونه نور عوامل موجود دي چې د افغانستان د پرمختګ مخه یې ډب کړې، له نېکه مرغه فرصتونه هم شته چې کولای شو له دې موانعو تېر شو او افغانستان یو نوي پړاو ته یوسو."

ښاغلی مسعود زیاتوي سیاسي اختلافونه او اداري فساد د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زیاتوي.