له هند سره د "هوايي دهلېز" په اړه د کندهاري سوداګرو خوشبیني

د هند او افغانستان تر منځ هوايي ټرانسپورټ د کندهار سوداګر خوشحاله کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسئولين وایي، سوداګرو ته د هوا له لارې د ټرانسپورټي اسانتیاو رامنځته کول به د دغه هېواد سره په سوداګريزه برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي او دا کار به د جنوبي حوزې د اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.

سوداګر: دا کار به د جنوبي حوزې د اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.

له افغانستان څخه هند ته د صادراتو زياته برخه له جنوبي ولایتونو څخه ترسره کېږي او د دې سیمې سوداګر د افغانستان سره د هند د سوداګرۍ دې تازه ژمنې هيله‌من کړي دي.

سوداګر وایي، هند د افغانستان، په ځانګړي ډول د جنوبي حوزې د وچې او تازه مېوې لپاره مناسب بازار دی او که د هوا له لارې د دغه هېواد سره سوداګريزه راکړه ورکړه ډېره شي نو د ځمکني ټرانزيت په خاص ډول د پاکستان د ستونزمنې لارې بديل به پيدا شوی وي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بینا وایي، د هند او افغان دولتونو دا اقدام به سوداګرو ته زمینه برابره کړي چي خپل مالونه پر وخت تر مارکېټونو ورسوي.

ښاغلی بینا وایي، دا کار به د جنوبي حوزې له اقتصادي ودې سره هم مرسته وکړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بینا

نوموړي زیاته کړه:

"هر څومره چې لارې پیدا کوو او دنیا ته لاره پرې کوو تجارت مو پراختیا پیدا کوي او اقتصاد مو وده کوي."

له ولسمشر اشرف غني سره د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د اسیا زړه کنفرانس په جريان کې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د يوه هوايي دهلېز د جوړېدو مسئله هم ياده کړې او ویلي دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به په نېږدې راتلونکي کې د هوايي ټرانسپورټ له لارې په سوداګرۍ کې زياتوالی راشي.​

نوموړی وایي، د هند تر څنګ اوس د ايران او د منځني ختيځ په ځينو نورو هېوادونو کې هم د سوداګرۍ زمینه برابره شوې، خو نوموړی په دې برخه کې د بنسټيزو اقداماتو غوښتونکی دی.

بل لور د کندهار يو شمېر اوسېدونکي په تجارتي برخه کې له هند سره د همکاريو له زیاتوالي هرکلی کوي او وایي چې افغان دولت دې نور د پاکستان سره په ټولو برخو کې پر خپلو اړيکو غور وکړي.

په هند کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوال سازمانونو مشرانو او استازو برخه درلوده او ټولو د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د رښتینې مبارزې غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم د هندوستان او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز جوړېدل د افغانستان د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا لپاره اغېزمن ګڼي.

راپور: محمد صادق رښتینی