احمد ضیا مسعود: فساد د حکومت او ملت تر منځ واټن زیات کړی

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ برخه کې د جمهور رئیس فوق‌العاده استازی احمد ضیا مسعود په دې باور دی چې د ناامنیو، سیاسي اختلافونو او ګڼو نورو ستونزو تر څنګ پراخ فساد د دې سبب شوی چې افغانستان د بحران په لوري ولاړ شي.

ښاغلي مسعود د سې شنبې په ورځ د ښې حکومتوالۍ علمي او څېړنیز سیمینار ته وویل چې ټولنه کې فساد د حکومت او ملت تر منځ د فاصلې د زیاتوالي سبب شوی.

هغه وايي چې د خلکو ژوند کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له هوارۍ پرته ښه حکومتوالي امکان نه‎لري.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ برخه کې د جمهور رئیس فوق‌العاده استازی احمد ضیا مسعود

نوموړی وايي:

"د ښې حکومتوالۍ په منځ کې اقتصادي او سیاسي مسائل هم ډېرې ژورې اړیکې لري، تر هغې چې زموږ سیاستونه په رښتیني توګه ټولنیز او اقتصادي تغییرات رانه‌ولي دا ډېره ستونزمنه ده چې موږ دې د ښې حکومتوالۍ شاهدان واوسو."

ښاغلی مسعود په دې باور دی چې په هېواد کې سنتي نظام، د بودجې د لګښت لپاره د کافي ظرفیت نشتوالی، اداري تراکم او د اصلاحاتو لپاره د ګام اخېستلو په وړاندې خنډونه د دې سبب شوي چې فساد دوام وکړي او ښې حکومتدارۍ ته زمینه برابره نه‎شي.

د یو شمېر چارواکو له‎خوا افغانستان کې د فساد په اړه اندېښنې داسې وخت څرګندېږي چې دا هېواد په نړیواله کچه هم په دې برخه کې ښه نوم نه‎لري.

له دې وړاندې یوې غیر دولتي ادارې په خپلو څېړنو کې موندلي چې افغانان هر کال څلور میلیارده ډالر رشوت ورکوي.

په همدې حال کې د شفافیت د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې له شمالي کوریا او سومالیا وروسته افغانستان په فساد کې درېیم ککړ هېواد بللی دی.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې مشر سید حسین فخري وايي چې په هېواد کې د فساد په وړاندې مبارزه د شته څو ادارو کار نه‎دی بلکې په دې اړه باید یو ښه مشارکت موجود وي.

افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر سید حسین فخري

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"د اداري فساد سره مبارزه او ښه حکومتوالي یوازې د حکمونو او فرمانونو په صادرولو او ان په ځينو تدابېرو او بې‌بند و باریو نه‌کېږي."

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۰ بنسټونه فعال دي.

حکومتي چارواکو ویلي چې د فساد دوسیو د څېړلو لپاره‌یې په دې وروستیو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز هم فعاله کړی چې کولای شي د لوړپوړو چارواکو د فسا دوسیې پرانیزي او په دې اړه عملاً کارونه روان دي.

خو داسې انتقادونه هم شته چې په دې اړه ډېر کارونه نمایشي دي نه هغه شان اساسي او جدي چې لازمه ده او خلک‌یې غوښتونکي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ