نور: د شمال د ناامنیو ریښه منځني ختیځ کې ده

د بلخ سرپرست والي وايي چې د افغانستان د شمال د ناامنیو ریښه په منځني ختیځ کې ده.

عطام محمد نور دا څرګندونې نن په مزارشریف کې د افغانستان او ایران د ګډ نندارتون د پرانیستلو پر مهال وکړې.

ښاغلی نور وايي چې د افغانستان په شمال کې روانې نا امنۍ د طالبانو او داعش جګړه نه ده، بلکې د هغه په خبره د نړیوالو قدرتونو ترمنځ نیابتي جګړه ده.

د بلخ سرپرست که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست، خو ټینګار یې وکړ چې افغانان باید د دې ډول جګړو پر وړاندې ویښ ووسي.