مېاخېل: سږکال اروپا ته ۵۰ زره افغان پناه غوښتونکي تللي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې اروپا ته د تلونکو غیرقانوني افغان پناه غوښتونکو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۶میلادي کال کې له افغانستانه اروپا ته ۵۰ زره پناه غوښتونکي تللي دي.

دی وايي:

"له افغانستانه په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د غیر قانوني مهاجرتونو برخه کې د ۲۰۱۶میلادي کال په ارقامو کې تغیر راغلی."

ښاغلی میاخېل زیاتوي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې شاوخوا دوه نیم لکه افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په اروپا کې په سرحدونو د قانون پلي کول، د کډوالو په اړه د دغو هېوادو د سیاست تغیرد کډوالو بهیر سست کړی.