ارزګان چارواکي: ګډو عملیاتو ۱۰ وسله‎وال طالبان وژلي

ولي جان سرحدي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۰ وسله‎والو طالبان وژل شوي او ۸ ټپیان دي.

د ارزګان امنیه قومندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني په سیمه کې شوي دي.

ښاغلي سرحدي زیاتوي چې افغان ځواکونو په سیمه کې پرمختګ کړی او ځیني سیمې یې له وسله‎والو طالبانو نیولي دي.

تراوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

په یو بل خبر کې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي چې د مهترلام ښار اړوندو سیموکې د الماس۳۰ په نوم تصفیوي عملیات پيل شوي دي.

خو ده د دې عملیاتو د لاس ته راوړنو په اړه جزئیات وړاندې نه‎کړل.