بروکسل کې د ناټو غونډه نن سې شنبه پیلیږي

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن سې شنبه په بروکسل کې غونډه پیلوي چې د افغانستان په وضعیت به هم خبرې په کې وشي.

د ازادي راډیو خبریال له بروکسله په خپل رپوټ کې وايي چې د افغانستان په اړه بحث به سبا پیل شي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ورځي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ ډاډ ورکړی چې د امریکا د نوي ولسمشر اداره به له افغانستانه ملاتړ جاري وساتي.