دفاع وزارت: بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ تازه پوځي عملیات پیل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي پرون دوشنبه په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ تازه پوځي عملیات پیل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ملي پوځ تهاجمي حالت کې دی او د پوځي عملیاتو شمېر ښايي لازیات شي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د تازه پیل شویو عملیاتو هدف د وسله‎والو طالبانو د ادارې او رهبرۍ، د استخباراتي معلوماتو راغونډول او پروپاګنډي مرکزونه او د هغوی د زندانونو له‎منځه وړل دي.

ملي اردو د لېندۍ په لومړۍ نېټه ټول افغانستان کې د "شفق۲" په نوم پوځي عملیات پيل کړل.

د ښاغلي رادمنش په وینا، ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د څرنګوالي پر اساس، د دې عملیاتو د زیاتولو او کمولو پرېکړه کېږي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي محمد رادمنش زیاته کړه:

"موږ د دې عملیاتو په مرسته توانېدلي یو چې د ننګرهار پچیراګام، د بدخشان تګاب او د دایکنډي ګېزاب ولسوالۍ تصفیه کړو. موږ د لښکرګار ښار د امنیتي کمربندو پورې پنځه کېلو متره سیمه پاکه کړه. موږ په تېرو څو ساعتونو کې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې چې دښمن پراخ حضور درلود، د ماین جوړولو سترې فابریکې ویجاړې کړې او ۱۵۰ زیات ماینونه چې هغوی جوړ کړي وو، تخریب کړي دي. جلال‎اباد کې چې دښمن د حملو پلان درلود ۴۰۰۰ کېلو ګرام چاودېدونکي مواد ونیول شول. ټول افغانستان کې موږ زیاتې لویې لارې پرانیستې دي."

د ښاغلي رادمنش په وینا، ملي اردو به د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې هڅه کوي چې هغه ولسوالۍ له وسله‎والو طالبانو بېرته ونیسي چې لویو لارو ته نېږدې پرتې دي څو د ملي اردو اکمالات اسان شي.

محمد رادمنش وايي:

"موږ اوس د دښمن پر ضد له تهاجمه کار اخلو. دښمن زموږ په وړاندې د مقاومت توان نه‎لري. هغه ولسوالۍ چې زموږ لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، هغه چې پر لارو پرتې دي او هغو سرکونو ته چې اوله درجه اهمیت لري نېږدې دي، زموږ لپاره لومړیتوب لري خو د امنیتي پلان پر اساس زه د دې ولسوالیو نوم نه‎شم اخیستلی."

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه چې افغانستان کې د ورځې د ۲۰ او ۵۰ تر منځ وسله‎وال وژل کېږي چې زیات په‎کې بهرنیان دي.

محمد رادمنش همداراز څرګنده کړه چې د ملي اردو تلفات د ورځې د دوه او ۱۲ تر منځ دي خو د هغه په وینا، دا شمېر د کمېدو په حال کې دی.

محمد رادمنش وویل، د ملي اردو د تلفاتو د کمېدو یو دلیل د پوځي قطعو د اکمالاتو ښه کېدل او د لویو لارو د امنیت ټینګېدل دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند څرګنده کړه چې د ملي اردو زیات عسکر د ماین په چاودنه کې وژل کېږي او زخمیانېږی او وسله‎وال طالبان د جبهوي جګړې توان نه‎لري خو پر لویو لارو ماینونه ځای پر ځاي کوي.