د جرمني حکومت خبرداری: د یوه افغان جرمي قضيه دې نه‌‌سیاسي کېږي

د جرمني حکومت وايي، له ‎دې چې یو افغان هلک هلته پر یوې نجلۍ د جنسي تجاوز او قتل په تور نیول شوی، باید سیاسي مسئله جوړه نه‎شي بلکې د جنايي جرم په توګه باید ورته وکتل شي.

د جرمني پولیسو د جمعې په ورځ یو افغان کډوال پر یوې نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د قتل په تور ونیوه.

دا افغان هلک ۱۷ کلن دی.

په جرمني کې دې پېښې غوغا جوړه کړې ده.

په ‎دې هېواد کې یو شمېر سیاسي ډلو چې د کډوالو په اړه د حکومت د کړن‎لارو مخالف دي، پر حکومت فشار راوستی چې له اسلامي هېوادونو د پناه غوښتونکو پر ورتګ محدودیت ولګوي.

د جرمني پولیسو دا ۱۷ کلن افغان کډوال چې تېر کال هغه هېواد ته ورغلی، د ماریا لادن په نوم پر ۱۹ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د قتل په توقیف کې ساتلی دی.

پولیسو ویلي چې ماریا لادن د طب محصله وه، لومړی جنسي تېری پرې شوی او بیا وژل شوې ده.

پولیسو ویلي چې د پېښې له ځايه راغونډ شوي شواهد او"ډي. اېن.اې" معاینې څرګنده کړې چې نیول شوی افغان کډوال په‎ دې مسئله کې لاس لري.

دا پېښه د روان کال د اکټوبر میاشتې په پيل کې شوې ده.

د دې افغان کډوال نوم نه‎دی اخیستل شوی او په اړه‌یې ډېر معلومات هم نه‎دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې په خپل جرم‌یې اعتراف کړی دی.

دا افغان له یوې جرمنۍ کورنۍ سره اوسېده او ویل کېږي چې تر دې مخکې یې هېڅ ډول مشکوک کار نه‎دی کړی.

خو د پولیسو په وینا، هغه منلې چې پر ماریال ادن‌یې جنسي تجاوز کړی او بیا يې وژلې ده.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، یو شمېر مخالفې سیاسي ډلې او د جرمني ځیني خلک پر حکومت او ځینو مطبوعاتي سرچینو نیوکه کوي چې د داسې مسئلو د غلې کولو هڅه کوي څو د کډوالۍ له کړن‎لارې سره د سیاسي مخالفت مخنیوی وشي.

خو د حکومت یوه ویاند پرون دوشنبه وویل چې که نیول شوی افغان کډوال مجرم وپېژندل شي، د قانون پر اساس به سخت مجازات شي خو دا پېښه باید له یوې ډلې کډوالو یا ټولو افغانانو سره چې هلته‌ېې د پناه غوښتنه کړې، ونه‌تړل شي.

ویل کېږي چې تېر کال جرمني کې د نوي میلادي کال د رارسېدو په مراسمو کې هلته یو شمېر ورغلو پناه غوښتونکو له ګڼ شمېر ښځو سره جنسي زورزیاتی کړی وو، خو ځینو خبري رسنیو تر ډېرې مودې په ‎دې اړه له رپوټ ورکولو ډډه کړې وه.