د شفافیت څار ډله رشوت اخیستونکي ادارې افشا کوي

په افغانستان کې د شفافیت د څار ډله وايي، هغه دولتي ادارې به په ګوته کړي چې په روان میلادي کال کې یې کارکونکو تر نورو ډېر رشوت اخیستی دی.

د دې بنسټ د عامه اړیکو مسؤل سید مصطفی کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه به د پنجشنبې په ورځ یو راپور خپور کړي.

نوموړې وویل:

"د فساد ملي سروې تر سرلیک لاندې چې کوم راپور خپروي د ۲۰۱۶ میلادي کال په اوږدو کې د نظر پوښتنو پر بنسټ چمتو شوی دی."

تر دې یو میاشت مخکې په افغانستان کې د شفافیت د څار بنسټ ویلي و د فساد پر ضد د مبارزې دولتي ادارې په خپلو چارو کې هېڅ ډول خپلواکي نه لري.