د ګمرکونو او مالیاتو لومړنۍ اکاډمي پرانیستل شوه

په کابل کې د ګمرکونو او مالیاتو لومړنۍ اکاډمي پرانیستل شوه.

د افغانستان مالیې وزارت وايي، یاده اکاډمي به د مالیاتو په راټولولو او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول ولري.

یاد وزارت وايي، د ګمرکونو او مالیاتو اکاډمۍ د جوړېدو هدف د ګمرکي چارو لپاره په عصري وسایلو سمبال، د یو عملي بنسټ جوړول دي چې په پایله کې به‌یې ګمرکي چارې له نړیوالو معیارونو سره برابرې شي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمې چې د دوشنبې په ورځ‌یې د دغې اکاډمۍ د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د ګمرکونو او مالیاتو د نوې اکاډمۍ په پرانیستلو سره به سالم ګمرکي او مالیاتي نظام او له فساد څخه پاک بشري ځواک رامنځته شي.

حکیمي: د دې اکاډمۍ پرانیستلو سره به سالم ګمرکي او مالیاتي نظام رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په لمړي ګام کې زموږ د ګمرک مأمورین او وروسته بیا زموږ عایداتي ادراې او بیا زموږ انتظار دا دی چې دا یو د عامه مالي مدیریت مرکز جوړ کړو چې په هغه کې ټول موضوعات شامل وي."

ښاغلی حکیمي وايي، دغه اکاډمي به د ادارو په معیاري کولو د عوایدو لوړولو او د هېواد د اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول ولري.

نوموړي زیاته کړه چې یاده اکاډمي به د مالیاتي او ګمرکي تعلمي نصاب د پراختیا، د عملي زده‌کړو او د ګمرکونو نړیوال سازمان د روزنیزو امکاناتو څخه د استفادې له لارې د ګمرکونو کارکوونکو ته مسلکي وړتیاوې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې په ګمرکي او پلټنو چارو کې د ولایتي شوراګانو د ځینو غړو، یو شمېر والیانو او بېلابېلو نورو چارواکو مداخلو د هېواد په ګمرکي سیسټم کې فساد ته زمینه برابره کړې.

د ګمرکونو او مالیاتو نوې اکاډمۍ د بنسټ ډبره د ۱۳۹۰ کال د قوس په ۲۲ نېټه کېښودل شوه چې د دغې اکاډمۍ د جوړولو لپاره اروپایې اتحاديې ۹ میلیونه ډالره او د امریکا متحده ایالاتو ۷ میلیونه ډالره مرسته کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خانجان الکوزی د يادې اکاډمۍ پرانېستل ګټور ګڼي او هیله لري چې د دغې اکاډمۍ پرانیستل به په ګمرکي سیسټم کې د فساد مخنیوي کې ګټور تمام شي.

الکوزی:د دغه اکاډمۍ پرانیستل به د فساد مخنیوي کې ګټور تمام شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د زورواکو او هغو خلکو چې نه‌غواړي قوانین پرې عملي شي، د قانون څخه ناوړه ګټه اخلي، د هغه زورواکانو مخه به ونیول شي، یو پرنسیپ رامنځته او سیسټم به حاکم شي."

بل پلو يو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا په دې اند دي چې دغه اکاډمي به په ګمرکونو او مالیاتي سیسټم کې ښه‌والی رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

عبدالله واحدیار

"د هېواد پر ځان بسیا کولو طرف ته د حرکت کولو لارې چارې او مهارتونه په دغې اکاډمۍ کې ښودل کېږي چې دا به وکولای شي، په اوږد مهال او لنډ مهال کې، د عوایدو په ډېرولو کې رغنده رول ولري."

دغه اکاډمي په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د ماليې او ګمرکونو په ځينو برخو کې د تغییراتو له راوستلو سره-سره هم ځيني سوداګر د کمېشنکارانو ښکار کېږي او په ډېرو برخو کې فساد ته زمینې برابروي.

راپور: سباوون کاکړ