يو شمېر سناتوران: سرحدي سیمو کې ایران د طالبانو ملاتړ کوي

ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر وکړي چې د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، دغه هېواد د افغانستان په اړه ښه نیت نه‌لري او په سرحدي سیمو کې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان ولس په دې اړه ډاډه نه‎دی چې دغه ډول ناستې به د افغانستان په وړاندې د ایران په دریځ کې بدلون راولي.

ښاغلی صدیقي ادعا کوي چې په يو شمېر مواردو کې ایران له افغان طالبانو ملاتړ کوي:

"جنرال جان نېکلسن چې له دې وړاندې کومو موضوعاتو ته په دې اړه اشاره کړې حقیقت لري، که ولیدل شي په هغو سیمو کې چې موږ له ایران سره پوله لرو، دغه سیمې تر ډېره ناامنه دي او هلته د ایران له لوري د طالبانو ملاتړ کېږي، په ټوله کې دوی نه‌غواړي زموږ سره رښتینې اړیکې ولري."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته د سفر تیاری نیسي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د تېرې جمعې په ورځ پنټاګون کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي و چې روسیه او ایران په افغانستان کې د ناټو د کمزوري کولو په هڅه کې دي.

دغه امریکايي جنرال همدارنګه ویلي چې ایران د روسیې سره په خوا کې طالبانو ته په افغانستان کې مشروعیت وروبخښي.

د نېکلسن په خبره ایرانیانو او طالبانو له يو بل سره اړیکې لرلي دي.

سره له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له‎خوا د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د ژمنو عملي کېدو په اړه خبرې بلل شوي.

خو د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي بیا په دې اند دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې میاشت د دې لپاره کابل ته راځي چې په هېواد يې د لګېدلو تورونو سپيناوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"ایران دا احساسوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي، نو ایران ته دا يوه ښه موقع ده چې ورڅخه ګټه پورته کړي او په يو ډول ځان د افغانستان ملګری کړي او له بله پلوه هڅه کوي چې د هند او پاکستان تر منځ موضع‌ګیري وکړي، زه فکر کوم چې کوم پلاوی افغانستان ته راځي هدف‌یې په ایران د لګېدلو تورونو رفع کول دي."

افغانستان تر اوسه په رسمي توګه دا نه‎دي تائید کړي چې ایران له طالبانو څخه ملاتړ کوي خو له دې وړاندې یې وخت نا وخته سیمه‌ییزو چارواکو ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی.

له دې وړاندې د لړم په میاشت کې د فراه والي اصف ننګ ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د طالبانو مشران د ایران په مشهد، کرمان او یزد ښارونو کې ژوند کوي او د ترورېستي کړنو لپاره افغانستان ته راځي.

هڅه مو وکړه په دې اړه کابل کې د ایران سفارت نظر هم ولرو خو د اړیکې په ترڅ کې په کابل کې د ایران د سفیر نه‌موجودیت له کبله په دغه چاره بریالي نه‌شو.

راپور: واصل وصال