غني: پاکستان افغانستان کې یوه نااعلان شوې جګړه مخ ته وړي

افغانستان د اسیا زړه کنفرانس کې په سیمه کې د پاکستان د لا انزوا کېدو هڅه وکړه چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا په دې کار کې یو څه بریالی هم شو.

افغان ولسمشر د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس یو وار بیا پر پاکستان انتقاد وکړ چې د ده په وینا تر اوسه په افغانستان کې یوه نااعلان شوې جګړه مخ ته وړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"له پاکستان سره زموږ د پراخو دوه اړخیزو او څو اړخیزو تماسونو سره-سره هغه نا اعلان شوې جګړه چې ما د ۲۰۱۴ میلادي کال په ژمي کې دغې پدیدې ته دا نوم ورکړ، نه‌یوازې سړه شوې نه‌ده بلکې د ۲۰۱۶ میلادي کال په جریان کې لا پسې پراخه او سخته شوې ده."

اشرف غني وویل، هغه جګړه چې وسله‎وال طالبان‌یې افغانستان کې د افغان دولت په وړاندې مخ ته وړي که د پاکستان له ملاتړه برخمن نه‌وي، طالبان‌یې یوه میاشت هم مخ ته نه‎شي وړلای.

غني له پاکستانه وغوښتل چې هغه ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته چې دې هېواد له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې کړې، ښه به دا وي چې دغه پیسې په خپله د سخت دریځو ډلو په ځپلو ولګوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، افغانستان وتوانېد چې د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس ګډونوالو ته په سیمه کې د روان وضعیت یو ریښتینی تصویر وړاندې کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت په دې غونډه کې چې لسګونو هېوادونو په‌کې ګډون وکړ سیمې ته د ورپېښو چلنجونو او ستونزو یو روښانه تصویر وړاندې کړ. ولسمشر د ترورېزم د خطرونو پر وړاندې د یو شمېر هېوادونو د نه‌پاملرنې او مسؤلیت د نه‌ترسره کولو مسئله هم یاده کړه."

د کابل او اسلام‎اباد کړکېچنو اړیکو ته په پام سره یو شمېر کارپوهانو هم د دې تمه کوله چې افغانستان به یو ځل بیا پاکستان ته د انتقاد ګوته ونیسي.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي، پاکستان په سیمه کې د انزوا پر لوري روان دی او د افغان ولسمشر دغه حرکت چې د پاکستان مرسته‌یې رد کړه پاکستان ته یو ښکاره پیغام و چې د طالبانو په ګډون د سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د اسیا زړه کنفرانس موږ نور هم په سیمه‌ییزه کچه یوې اجماع ته نېږدې کړو."

خو پاکستان بیا په دغه کنفرانس کې د افغان ولسمشر پر هغو څرګندونو خواشیني څرګنده کړې ده چې د پاکستان د میلیونونو ډالرو د مرستې له منلو یې ډډه وکړه.

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په دغه کنفرانس کې له ګډون وروسته اسلام‎اباد ته له ستنېدو سره سم تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې که څه هم دی د افغان ولسمشر خبرو خواشینی کړی خو د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره چې هره ورځ خونړۍ پېښې کېږي، د اشرف غني څرګندونې درک کولای شي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"دا ښکاره خبره ده چې د ښاغلي اشرف غني څرګندونې خواشینونکې دي، خو د پوهېدو وړ هم ځکه دي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې او د پاکستان په پرتله په‎کې بمي چاودنې هم ډېرې شوي دي."

د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرانس چې د هند په امرتسر ښار کې جوړ شوی او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازو په‎کې ګډون کړی و پرون د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېد.

د جمهوري ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اعلامیه کې د اسیا زړه د شپږم کنفرانس ګډونوالو یو وار بیا د یوه باثباته، سوله‌ییز او سوکاله افغانستان او د اسيا زړه ټولې سیمې ته چې افغانستان ورسره وتړل شي، هدف ته په رسېدو کې دغه سیمه‌ییز چوکاټ د سیاسي ډیالوګ او له نېږدې د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره حیاتي وباله.

په اعلامیه کې دغه‌راز په دې هم ټینګار شوی چې په سیمه کې د ستونزو د له‌منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسیله، سیمه‌ییزې همکارۍ ته پراختیا ورکول دي.

دغه‌راز د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او په سیمه کې د باور او اعتماد فضا د ایجادولو لپاره د افغانستان حکومت د هڅو کلک ملاتړ شوی دی.