ولسي جرګې د پاکستان په وړاندې د غني له دریځه هرکلی وکړ

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د اسيا زړه شپږم کنفرانس کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ولسمشر له دریځه هرکلی وکړ.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې ښاغلي غني د پاکستان په وړاندې په داسې حرکت وتوانېده چې د افغانستان د خلکو غوښتنې د پاکستان د مداخلې په اړه بیان کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند په امرتسر ښار کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته د وينا پر مهال وویل چې پاکستان د افغانستان د بیارغونې برخه کې۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي چې دغه هېواد له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي او ترهګر وځپي.