بار وړونکو لاریو ټولنه: حکومت دې د غیرقانوني پېسو اخېستل ودروي

د بار وړونکو لاریو ټولنه وایي چې حکومت باید پر بار وړونکو لاریو د غیر قانوني پېسو اخېستل ودروي.

د دغې ټولنې مشر طلا محمد اتمانزي نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني دوی به ټولې بار وړونکې لارۍ ودروي.

نوموړي وویل چې دوی په دې اړه یې له اوږدې مودې راهیسې خپل شکایتونه اړوندو ادارو ته رسولي دي خو په وینا یې چې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

خو د افغانستان د مالیې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.