عبدالله د اسيا زړه کنفرانس افغانستان او سیمې لپاره ګټور بولي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اسيا زړه شپږم کنفرانس د افغانستان او سیمې اقتصادي پراختیا، امنیت او ثبات لپاره ګټور بولي.

ښاغلي عبدالله دا خبرې نن د وزیرانو شورا په غوڼده کې وکړې.

"د سېمې نظریات د افغانستان ثبات او امنیت ټينګښت برخه کې او اقتصادي پراختیا او همکایو لپاره یو ګټور او مهم ګام و."

د یادونې وړ ده چې هندوستان کې د افغانستان په اړه جوړ شوي اسیا زړه کنفرانس کې پر پاکستان سربېره شاوخوا د ۳۰ هېوادونو استازیو ګډون کړی و چې په افغانستان کې يې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړې.