د آسیا زړه کنفرانس په اړه نړیوالې تبصرې

د هند په امرتسر ښار کې د افغانستان په اړه د آسیا زړه کنفرانس ته چې پرون پای ته ورسېد تر ډېره د سیمې د هېوادونو ورځپاڼو پام اړولی نه لویدیځو ورځپاڼو خو بریتانوی انټرنېشنل بیزنیس ټایمز ورځپانې د افغان ولسمشر اشرف غنې د وینا هغې پر برخې ډېر تمرکز کړی چې د کنفرانس ګډونوالو ته یې کړی او یو ځل بیا یې پر پاکستان د ترورېزم د ملاتړ په خاطر انتقاد کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا غني وویل، پاکستان دې هغه پنځه سوه میلیون ډالره مرسته چې له افغانستان سره یې د کولو ژمنه کړې په خپله د ترورېزم په له منځه وړلو ولګوي او ټینګاریې وکړ، تر هغو چې اسلام اباد د ترورېزم ملاتړ ته دوام ورکوي که له هېواد سره یې هرڅومره مالي مرسته وشي، کوم درد نه‎شي دوا کولای.

کاناډایي ګلوبل انډمیل ورځپاڼې هم دې کنفرانس ته په اشاره لیکلي چې افغان او هندي مشرانو د ترورېزم د ملاتړ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د ورځپاڼې په وینا د هند صدراعظم نرندرا مودي او افغان ولسمشر اشرف غني پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي ټینګار وکړ چې ګاونډي هېوادونه دې د هغو سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په خپله خاوره کې دې ځای نه ورکوي چې په سیمه کې شخړې مخ ته وړي.

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې هم د پاکستان د میلیونونو ډالرو مرستې د ردولو په اړه د ولسمشر غني پر څرګندونو ډېر تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې افغان ولسمشر اشرف غني په بشپړه توګه د پاکستان همکاري له پامه وغورځوله او نن یې د اسیا زړه کنفرانس کې د هند د صدراعظم نرندرا مودي د خبرو لحن غوره کړی و.

غني په امرتسر ښار کې د اسيا زړه شپږم کنفرانس ته په وینا کې له دې ډډه وکړه چې د پاکستان پنځه سوه میلیون ډالره مرسته چې د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره یې له دې هېواد سره ژمنه کړې وه، ومني او ویې ویل چې دوی د پاکستان مرسته نه غواړي بلکه موږ ته پکار ده چې له پولي بهر د ترورېزم ریښې او مالي سرچینې وپېژنو او په وړاندې یې مبارزه وکړو.

هندو:

هندو ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې چې هند او افغانستان د ترورېزم په خاطر پر پاکستان انتقاد وکړ، لیکي:

د هند صدراعظم نرندرا مودي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني دواړو د ترورېزم یادونه وکړه او پاکستان یې تورن کړ چې په خپله خاوره کې یې هغو تروریستي ډلو ته ځای ورکړی چې د جنوبي اسیا سیمه یې بې ثباته کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا مودي وویل، ترورېزم او د بې ثباتۍ لپاره بهرنۍ هڅې د افغانستان سولې، ثبات او سوکالي له جدي خطر سره مخامخ کړي دي.

د هغه په وینا د تروریستي شخړو پراختیا ټوله سیمه له خطر سره مخامخ کړې ده.

په افغانستان کې د سولې لپاره یوازې د غږ اوچتول کافي نه‎دي بلکه باید هغه له کلک اقدام سره مل وي.

پاک ټریبیون ورځپاڼې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګري اړیکو پراختیا ته کتنه کړې او لیکي:

هند او افغانستان په خپلو کې د کارګو هوایي خدمات پیلوي.

ورځپاڼه لیکي:

هند او افغانستان له دې لارې په خپلو کې سوداګري ځکه پراخوي چې د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې له پاکستان سره کړکېچنې دي.