هند کې د آسیا زړه شپږم کنفرانس د پاکستان په تورنېدو پای ته ورسېد

د افغانستان په اړه د آسيا زړه کنفرانس چې د هند په امرتسر ښار کې جوړ شوی و، نن د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېد.

د جمهوري ریاست له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اعلامیه کې د آسیا زړه د شپږم کنفرانس ګډونوالو یو وار بیا د یوه باثباته، سوله‌ییز او سوکاله افغانستان او د اسيا زړه ټولې سیمې ته چې افغانستان ورسره وتړل شي، هدف ته په رسېدو کې دغه سیمه‌ییز چوکاټ د سیاسي ډیالوګ او له نېږدې د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره حیاتي وباله.

په اعلامیه کې دغه‌راز په دې هم ټینګار شوی چې په سیمه کې د ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسیله، سیمه‌ییزې همکارۍ ته پراختیا ورکول دي.

دغه‌راز د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او په سیمه کې د باور او اعتماد فضا د ایجادولو لپاره د افغانستان حکومت د هڅو کلک ملاتړ شوی دی.

د اسيا زړه کنفرانس د پای په اعلامیه کې دغه‌راز د نړیوالې ټولنې د هغه ملاتړ هرکلی شوی چې د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له وګړو یې کړی او په دې ټینګار شوی چې د دې لپاره چې افغانستان له سولې، ثبات او سوکالۍ څخه برخمن شي، د دغه ملاتړ دوام حیاتي ارزښت لري.

په اعلامیه کې د سولې په برخه کې له حزب‎اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې د موافقې ستاینه شوې او ویل شوي چې دغه موافقه یو نېک اقدام دی چې هغه به په راتلونکي کې نورې ټولې وسله‎والې ډلې هم دې ته وهڅوي چې د سولې لاره غوره کړي.

د آسیا زړه په شپږم کنفرانس کې له څه باندې ۳۰ هېوادونو او سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

افغان ولسمشر او د هند صدراعظم یو ځل بیا پاکستان ته د انتقاد ګوته ونیوله او دا هېواد یې د ترورېزم په ملاتړ تورن کړ.

اشرف غني دغه‌راز له افغانستان سره د پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته رد کړه او ویې‌ویل چې دغه مرسته دې پاکستان د ترورېزم په له‌منځه وړلو ولګوي او تر هغو چې له ترورېستي ډلو د دې هېواد ملاتړ دوام لري که هر څومره مالي مرسته‌یې له جګړه ځپلي هېواد سره وکړي، ګټه نه‌لري.

ښاغلی غني وايي:

"پاکستان په سخاوتمندانه توګه د افغانستان له بیارغونې سره د پنځه سوه میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. دغه مرسته ښاغلی عزیز کېدای شي چې په ډېره ښه توګه د سخت دریځۍ پر مخنیوي ولګول شي، ځکه له سولې پرته هر څومره مرستې چې وشې زموږ د خلکو درد نه‎شي دوا کولای."

د هند صدراعظم نرېندرا مودي وویل، ترورېزم او د بې‌ثباتۍ لپاره بهرنۍ هڅو د افغانستان سولې، ثبات او سوکالي له جدي خطر سره مخامخ کړې ده.

د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې لپاره یوازې د غږ اوچتول کافي نه‌دي بلکې باید هغه له کلک اقدام سره مل وي.

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز چې په دې کنفرانس کې یې د پاکستان په استازیتوب ګډون کړی و بیا د هند او افغانستان تورونو ته په اشاره وویل چې دواړه هېوادونه دې پر یوه هېواد له تور لګولو لاس واخلي، ترورېزم ته دې له عیني اړخه وګوري او د خپلو اختلافاتو د سوله‌ییز هواري لپاره دې کار وکړي.