افغان ولسمشر اقتصاد برخه کې د هند مرستې مهمې وبللې

افغان ولسمشر اشرف غني د هېواد سولې او اقتصاد برخه کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي توګه د هند مرستې مهمې وبللې.

ښاغلي غني چې د هند په امرتسر کې يې د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې يو ګډ کاري پلان ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس د هېواد اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی او د ټرانزیټ برخه کې به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري.