شاهین: لا هم ۸۰ سلنه افغان ښځې له یو ډول تاوتریخوالي سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، لا هم ۸۰ سلنه افغانې ښځې په یو ډول سره له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دغې ادارې استازي متین شاهین د یکشنبې په ورځ په کابل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي په اړه په جوړه شوې غونډه کې ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې د ټیټولو لپاره باید عملي اقدام وشي.

دی وايي، سره له دې چې له ډېرو کلونو راهیسې مېرمنې د تاوتریخوالي له پېښو سره مخ دي خو په دې برخه کې لا عملي ګامونه نه‎دي اخیستل شوي.

متین شاهین

نوموړې وايي:

"زما په باور کله چې موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرې کوو، باید عملي اقدام هم وکړو او دغه اقدام باید انفرادي وي، دلته موږ ټول د تاوتریخوالي په اړه یوازې اورو او پرې خبرې کوو، خو د مخنیوي لپاره‌یې عمل نه‎کوو، نو ځکه لازمه ده چې په لومړي پړاو کې باید موږ هر یو انفرادي اقدام وکړو او د دغه پدیدې مخه ونیسو."

ښاغلی شاهین وايي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د افغانستان له روغتیا وزارت سره په ګډه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي برخه کې کار کوي او نېږدې ۵ زره صحي کارکوونکو ته‌یې روزنه ورکړې چې د تاوتریخوالي د پېښو قربانیانو ته رسېده‎ګي وکړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو کې د کورنیو چارو وزارت سره د ښځينه پولیسو د روزنې برخه کې هم مرستې کړي دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم وویل، په تېرو دوو کلونو کې د دغه وزارت اړوند د کورنۍ د خوندیتوب مرکزونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اته زره او ۸۸۱ قضیې ثبت شوي او د هغو ښځو درملنه کېږي چې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم

ښاغلي نعیم زیاته کړه:

"له کله نه چې موږ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د کورنۍ د خوندیتوب مرکزونه جوړ کړل او اوس دغه مرکزونه ۱۲ ته پورته شوي او د ښځو پر وړاندې ۸۸۸۱ قضیې موږ سره ثبت شوي دي. په دغو قضیو کې تر ډېره هغه ښځې دي چې وهل او ټکول شوي چې شمېر يې درېیو زرو ته رسېږي."

د ښځو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره او ۴ سوه قضیې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري چې د ولسي جرګې له‌خوا سلب صلاحیت شوې هم ده تېره اوونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې ښځې او نجونې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هاخوا د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وايي، کلیوالې ښځې لا هم صحي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‎لري او پر شرایطو برابر سلګونه نجونې لا هم له زده‎کړو بې‌برخې دي.

اغلې رضايي وايي، ښځې په صحرايي محکمو کې محاکمه کېږي او په ټولنه کې له ناوړه دودونو څخه رنځ وړي.

رضايي وايي، کلیوالې ښځې لا هم صحي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‎لري

نوموړې وايي:

"موږ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ښځو د دُره وهلو او سنګسارولو شاهد یو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لسګونه هغه ښځې او نجونې ګورو چې د تاوتریخوالي قرباني کېږي. لاهم سلګونه ښځې او نجونې صحي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسې نه‎لري او پر شرایطو برابر سلګونه نجونې له زده‎کړو محروم پاتې دي."

له دې مخکې د ښځو د حقونو فعالانو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په دې برخه کې د عدلي او قضایي ارګانونو کمزوري اقدامات د دې سبب شوي چې دا ډول پېښې زیاتې شي.

خو اړوندې ادارې بیا وايي چې تل یې د ښځو د تاوتریخوالي قضیې څېړلي او عاملین‌یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

راپور: عبادالله حنان‌زی