جوزجان چارواکي وایي د داعش یو غړی یې وژلی

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو برجسته غړی يې وژلی او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر وايي، وژل شوی کس محمد ناصر نومېږي او په امنیتي پوستو د برید پر مهال وژل شوی دی.

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دې وروسیتو کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه ډېر شوي دي.