عدالت بنسټ: د خپل سرو اعدامونو او وژنو د لړۍ مخه دې ونیول شي

د فیض‌الرحمن په نوم د کابل پولې‎تخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل اعدامول خلک او مدني ټولنې سخت په غوسه کړي او دوی له حکومته غواړي چی د دې پېښې عاملین مجازات کړي.

کابل کې د عدالت بنسټ په نوم د مدني ټولنې غړو د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې د وسله‎والو طالبانو دا کار هېڅ توجیه نه‎لري او نه‌بخښونکی عمل دی.

د دې بنسټ مشرې حمیدې وردک په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې په ژړغوني غږ وویل:

"هغه انجینیر چې په ۱۰ افغانیو یې کانکور ولوست کامیاب شو، خو هغه‌یې هم پرې نه‎ښود، خو لطفاً لطفاً باید امنیتي ستونزو او د انجینیر صاحب د کورنۍ په اړه باید جدي پاملرنه وشي، هغه نه جاسوس و نه خاین و نه‌هم قاتل، نه‌یې د چا حق خوړلی و او نه‌یې هم په چا تېری کړی و، یوازې محصل و او غوښتل یې چې خپله راتلونکي جوړه کړي."

وردک: د انجینیر صاحب د کورنۍ په اړه باید جدي پاملرنه وشي.

د مېرمن وردګ په خبره که د دغه خپل سرو اعدامونو او وژنو مخه ونه‌نیول شي نو دا لړۍ به دوام وکړي او خلک به ورځ تر بلې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

د میدان وردک سیمه‌ییز چارواکي وایي، د فیض‌الرحمن په نوم د کابل د پولې‌تخنیک د څلورم کال محصل د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې شاوخوا یې په وسلو سمبال کسان تر سترګو کېږي د میدان وردګو د چک په ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا اعدام شوی.

خو طالبانو لا تر اوسه د دې ځوان د اعدامولو مسؤلیت نه‎دی منلی، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه به څېړني وشي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي چې د فیض‌الرحمن مړی د شنبې په ورځ د قومي مخورو په منځګړیتوب د هغه کورنۍ ته سپارل شوی.

ښاغلی منګل وايي، دوی هڅه کوي چې د فیض‌الرحمن د اعدامولو عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته‌یې وسپاري.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"موږ په دې برخه کې اقدام کړی، قومي مشران مو ورلېږلي وو، هغوی خپلې هلې ځلې وکړې، د ولایت د مقام هڅه هم دا ده څو هغه کسان چې د ده د نیولو او اعدام په برخه کې مستقیماً لاس درلود، هغه وپېژندل شي او په نیولو کې به‌یې د ولایت مقام او امنیتي مسؤلین خپلې هڅې ګړندۍ ساتي او په دې برخه کې به موږ جدي اقدام کوو."

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د فیض‌الرحمن د اعدام عاملینو د نیولو هڅې دوام لري.

د وسله‎والو طالبانو له‎خوا د فیض‌الرحمن وژل کېدل کومه نوې پېښه نه‌ده بلکې له دې وړاندې د روان کال د سرطان په میاشت کې د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د استېناف محکمې یو قاضي هم اعدام شو.

دغه‌راز د ملي اردو پنځه سرتېري هم د اسد په میاشت کې په فراه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا اعدام شول.

دې پېښو په تېره په میدان وردک ولایت کې د پوهنتون د محصل فیض‌الرحمن اعدامول خلک سخت اندیښمن کړي او هغوی غوښتنه کوي چې ورته پېښې باید بیا تکرار نه‎شي.

راپور: ابراهیم صافی