روغتیا وزارت: د اېډز دوه زره ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د څو کلونو په موده کې تر اوسه له دوی سره د اېډز دوه زره ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت مرستیالې ناجیه طارق چې په کابل کې د اېډز نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وینا کوله وویل، د اېډز د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه او د درملنې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر مرکزونه جوړ شوي دي.

بل‌خوا په اېډز اخته ځیني کسانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د دوی درملنې او له هغوی سره د تبعیضي چلند پر وړاندې اقدامات وکړي.

اېډز چې یوه وژونکې ناروغي ده په ګرده نړۍ کې شاوخوا ۳۶ میلیونه انسان ورباندې اخته دي.