کندز چارواکي: عملیاتو ۹ تنه مخالفین وژلي او ۸ ټپیان شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د تندر ۲۲ په نوم د روانو تصفیوي عملیاتو په لړ کې یې ۹ تنه وسله‎وال مخالفین وژلي او اته‌یې ټپيان کړي دي.

د کندز د شلمې پامیر فرقې ویاند غلام حضرت کریمي نن ازادي ارډیو ته وویل، یاد وسله‎وال مخالفین د کندز ښار اړوند په حکیم کلي او نورو سیمو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي، د ۲۲ تندر تصفیوي عملیات د کندز ښار په شاوخوا کې روان دي.

د یو بل خبر له مخې دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو سیمو کې په عملیاتو کې یې د ۴ داعش جنګیالو په ګډون ۱۸ وسله‎وال مخالفین‌ وژلي دي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.